وزيراعظم د خېبر مېډيكل كالج پېښور او د ايوب مېډيكل كالج اېبټ آباد د ميډيكل پوهنتونونو په توګه د اپ ګرېډ كولو اعلان٬د اېسوسي اېشن اف فزيشنز آف پاكستان ډيسنټ آف نارته امريكا 46مې كلنې غونډې ته خطاب

image

پېښور 20 دسمبر(اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د خېبر مېډيكل كالج پېښور او د ايوب مېډيكل اېبټ آباد د پبلك سيكټر مېډيكل پوهنتونونو په توګه د اپ ګريډ كولو اعلان كړے دے۔وزيراعظم دا اعلان د شورو په ورځ په ګورنر هاؤس كښې د خېبرمېډيكل كالج پیښور پخوانو زده كوونكو تر سيوري لاندې اېسوسي اېشن اف فزيشنز آف پاكستان ډيسنټ آف نارته امريكا(اے پي پي اېن اے) 46مې كلنې غونډې ته په خپله وينا كښې كړے ۔د اېسوسي اېشن غړو او صدر ډاكټر ارشد رحمان په درخواست وزيراعظم ووئيل د كے اېم سي او اے اېم سي د پبلك سيكټر مېډيكل پوهنتونونو په توګه د اپ ګريډ كولو عملي كار د اړوندو چارواكو نه په 35 ساعته كښې دننه پېل كول غواړم۔ ددړدېدلې انسانيت لپاره د “اے پي پي اېن اے”بشپړ خذمات او د هېواد وګړو سره د ډېرې مودې راهيسې رابطې ستائېلو سره وزيراعظم د خېبرپښتونخوا اولس او اے پي پي اېن اے مطالبات تر مخه ګورنر او وزيراعلٰی ته سپارښتنه وكړه چې په خېبرپښتونخوا كښې پبلك سېكټر كښې كے اېم سي او اے اېم سي د بشپړ مېډيكل پوهنتونونو په توګه اپ ګرېډ كولو لپاره عملي شكل وركړي۔ دې مېډيكل كالجونو څخه د فارغ شوو زده كوونكو هېواد او بهر هېوادونو كښې د صحت خذمات ستائېلو سره وزيراعظم ووئيل امريكا او نورو هېوادونو كښې خذمات ترسره كوونكي پاكستاني ډاكټران د پاكستان سفيران دي او د طب په څانګه كښې د دوي خذمات مثالي دي۔ ده ووئېل پاكستان كښې د زلزلې٬سېلاب او نورو قدرتي آفتونو په مهال چې دوي كومه مرسته كړې هغه د ستائنې وړ ده۔وزيراعظم ووئيل په دې ډېر خوشحاله يم چې په امريكا كښې مېشته پاكستانو ډاكټرانو د خپل هېواد وګړو سره قوي خپلولې لرلې او په هر سخت وخت كښې يې د پاكستان مرسته كړې۔انوار الحق كاكړ ووئيل د پاكستان ډاكټران د امريكې پشمول په ټوله نړۍ كښې په زړه پورې خذمات ترسره كوي او د پاكستانۍ كميونټۍ او امريكائي وګړو ترمينځه د پل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د پاكستان ډاكټران د نړۍ په ښه ډاكټرانو كښې شمېرلې كېږي او د كے اېم سي څخه فارغ شوي ډاكټران د خپلې پوهې او د صحت خيال ساتلو په خذمات كښې په نړيواله كچه منلې شوي۔د اے پي پي اېن اے صدر په درخواست وزيراعظم د پاكستان لپاره په خذمات ډاكټر عمر تيمور عتيق د نشان امتياز ايوارډ لپاره د نامزد كولو اعلان هم وكړو ٬ كوم چې د كالج آف فزيشن آف امريكا څخه وړومبے غېر امريكائي صدر دے۔ډاكټر عمر عتيق د كے اېم سي پیښور ګريجويټ دے۔وزيراعظم په پېښور كښې د كے اېم سي(سينا)هال هاسټل كښې ملګرو سره د وخت تېرولو يادونه تازه كولو كښې ووئېل د كے پي كلتور او تهذيب څخه متاثره شوے يم۔هغه د كينسر په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه په كوم رنځ چې د هغه خور هم اخته وه۔په دستوره كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي٬ نګران وزيراعلٰی جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسېن شاه٬د اطلاعات صوبائي وزير فيروز جمال كاكاخيل٬چيف سېكرټري نديم اسلم چوهدري او د كے پي آئي جي پي اختر حيات ګنډا پور نه علاوه ډاكټرانو او د اے پي پي اېن اے غړو په لويه شمېره ګډون كولو۔د دې نه وړاندې د كے پي ګورنر د وزيراعظم هركلے وكړو۔دغسې دوي د صوبې د اولس خېرښېګړې ته په خاص پام لرنه كولو او د شريكې خوښې په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں