اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي چې پاکستان او ايران به د روغتيا څانګې پياوړتيا له د يو بل تجربو څخه استفاده كوي٬ دواړه هېوادونه به د اولس بهترۍ له د روغتيا په څانګه كښې په ګډه كار كوي۔ د نهې په ورځ د روغتيا وفاقي وزير سره د ايران سفير ډاکټر رضا امیری مغدام ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د روغتيا په څانګه او د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې نګران وفاقي وزير ووئيل پاكستان او ايران يو بل سره ژورې اړيكې لري٬ پاكستان او ايران به د روغتيا په څانګه كښې د يو بل تجربو څخه استفاده كوي٬ د روغتيا په څانګه كښې د ايران او پاكستان اولس په ګټه د بشپړه كار په كولو مواقفت هم شوے دے٬ د روغتيا په څانګه كښې د ايران خذماتو ته د قدر په نظر ګورؤ۔ ده ووئيل پاكستان كښې د دويانو كمې لرې كولو له ايران ته د مرستې خواست كوؤ۔ ده ووئيل د میډیکل ایجوکېشن څانګې به دوه اړخيزه همكاري روانه ساتي٬ هېلتھ سېكورټي زمونږ ټاپ ترين ايجنډا ده۔ ده ووئيل د ایران پرائمری هېلتھ کیئر سسټم زيات مضبوط دے ٬ د ايران پرائمری هېلتھ سسټم څخه به پاكستان استفاده كوي۔ ده ووئيل پاكستاني اولس لپاره د ډائیلاسز مشین په ډالۍ كولو د ايران مننه كوؤ۔ په دې موقعه د ايران سفير د روغتيا وزارت ذمه وارو په سنبالولو وفاقي وزير لپاره د نېكو هيلو څرګندونه او د ده كاميابۍ له دعا وكړه۔ ده ووئيل د ايران او پاكستان ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې د مرستې پراخا موقعې موجود دي٬ ايران د دويانو په څانګه كښې پاكستان سره سرمايه كاري كول غواړي