وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د پېښور دوره٬ د خار ځانمرګي بريد د ژوبل شويو تپوس پوښتنه

image

پېښور 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې افغان لنډمهاله حكومت له خپله خاوره په كوم بل هېواد كښې ترهګرۍ لپاره د استعمالېدو لاره نيولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كول پكار دي، د ترهګرۍ بزدلانه بريدونه د ترهګرۍ خاتمې لپاره زمونږ عزم كمزورې كولې نشي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د پېښور دوره٬ د دورې په مهال وزيراعظم ته د صوبې د مجموعي امنيتي وضعې پشمول د خار ځانمرګي بريد٬ په زير تفتيش تحقيقاتو كښې د پيشرفت، د منصوبه سازو، د ترهګرو او د سهولت كارو ترمېنځه د روابطو خاتمې او د ترهګرۍ مخنيوي اقداماتو پحقله بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم په ځانمرګي بريد كښې د افغان وګړو د ملوث كېدو٬ د پولې پورې غاړې څخه په بې ګناه وګړو د بزدلانه بريدونو د منصوبه بندۍ كولو او د پاكستان دښمن عناصرو په كاروائيو د تشويش څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې افغان لنډمهاله حكومت له خپله خاوره په كوم بل هېواد كښې ترهګرۍ لپاره د استعمالېدو لاره نيولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كول پكار دي٬ د ترهګرۍ بزدلانه بريدونه د ترهګرۍ خاتمې لپاره زمونږ عزم كمزورې كولې نشي، د قام په مرسته به امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوٶنكې ادارې دا خبره باوري كوي چې د بزدلانه بريدونو ذمه وار به ډېر زر انصاف سره مخ كولې شي۔ وزيراعظم د ژوبل شويو كسانو خار څخه پېښور ته منتقل كولو لپاره د پاك آرمي د هنګامي هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ په دې موقع وزيراعظم او د پوځ سر لښكر د ژوبل شويو كسانو عيادت لپاره د سي اېم اېچ دوره هم وكړه او د دوي د صحت پحقله ئې معلومات وكړل۔ وزيراعظم اوړوند چارواكو ته د ژوبل شويو تر بشپړه صحت د دارو درملو د بهترين سهولتونو وركولو امر وكړو۔ وزيراعظم د خار په ځانمرګي بريد كښې ځپليو كورنيو له باور وركړو چې قام د غم په دې ګهړۍ كښې تاسو سره ولاړ دے او ستاسو په زيان او غم كښې برابر شريك دے۔ د دې نه وړاندې د پېښور كور كمانډر د وزيراعظم او د پوځ د سرلښكر پېښور ته په رارسېدو هركلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں