اسلام آباد 01 اګست(اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ډنمارك خارجه وزير سره د ډنمارك او په نورو اروپائي هېوادونو كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ په اوسنو پېښو د تشويش څرګندونه كړې۔ د نهې په ورځ خارجه وزير په خپل ټوېټ كښې وئېلي دي چې ماته د ډنمارك خارجه وزير لارس لوكے راسموسن ټېليفون كړې او ما هغه د ډنمارك او په نورو اروپائي هېوادونو كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ په پېښو د تشويش څرګندونه كړې۔ بلاول بهټو زرداري د ډنمارك حكومت لخوا تر اسلامي نړۍ د رسنې اعتراف كولو سره د دې ناوړه كاروائيو غندنه كړې