اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په باجوړ كښې د جے يو آئي (ف) په ورکرز کنونشن كښې د چاٶدنې غندنه كولو سره په قمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره امير جمعيت مولانا فضل الرحمان او غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل دا پېښه ثبوت دې چې د ترهګرو مذهب يوازې ترهګري ده دوي انسانيت او بې ګناه وګړو سره هېڅ كار نه لري٬ د ترهګرو خاتمه د پاكستان بقاء او سالميت لپاره ډېره ضروري ده۔ وفاقي وزيرې دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي٬ وفاقي وزير د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔