د امام حسین ؓ قربانۍ مونږ ته غیر متزلزل ایمان، راست بازی او د انصاف ترلاسه كولو انمول سبق ښائي۔وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف

image

اسلا م آباد 28 جولائي (اے پي پي) وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې د امام حسین رضی الله قربانۍ مونږ ته غیر متزلزل ایمان، راست بازی او د انصاف ترلاسه كولو انمول سبق ښائي، عاشوره، محرم 10م ورځ ،د ټولي نړۍ مسلمانانو لپاره ژور تاریخی او روحانی اهمیت لري، دا زمونږ د نبی پاك صلی الله علیه وسلم د خوږ نمسي امام حسین د حق لپاره د عظیم جدوجهد، قربانۍ او شهادت ورځ ده۔ په دې ورځ امام حسینؓ د خپل اصحاب او اهلِ بیت سره د كربلا په جنګ كښې د ظلم، جبر او ناانصافۍ په ضد په مړانه مقابله كړي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بیان له مخې وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د عاشوره ورځ په موقع د قام په نامه پیغام كښې وئيلي چې دا ورځ مونږ ته یاد تازه كوي چې د ظلم او جبر په ضد ودريدل د يو مسلمان اخلاقی فرض دې۔د هغه دا لازوال پیغام نن هم زمونږ په غوږونو كښې دې،كوم چې مونږ ته د خپل ژوند په ټولو اړخونو كښې د انصاف، همدردۍ او استقامت ترلاسه كول په ځائې ساتلو ترغیب راكوي۔ده ووئيل امام حسین قربانی د كوم خاص وخت یا تر ځائې محدود نه وه۔ دا يو يادګيرنه ده چې انصاف، مساوات، او انسانی وقار لپاره زمونږ هلي ځلي بايد غیر متزلزل عزم له مخې وي۔راځئ چې مونږ په خپل ژوند كښې د امام حسین او د هغه د ملګرو جوړ شوي عظیم مثال تقلید کولو هڅي وكړو۔لوے څښتن دې زمونږ په قام او اسلامي نړۍ خپ لخاص رحم وكړي او مونږ له دې د اسلام د تعلیمات او امام حسین په عظیم میراث د ودريدلو توفیق او رهنمائی راكړي۔

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں