د ځپليو ملازمينو بحالۍ په اړه د دې ايوان قرارداد او د ځپليو ملازمينو بحالۍ كمېتۍ په احكاماتو عمل نه كوٶنكو وزارتونو اعلٰی چارواكو څخه دې ځواب وغوښتلې شي۔وفاقي وزير سيد خورشيد شاه

image

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه وئېلي دي چې د ځپليو ملازمينو بحالۍ په اړه د دې ايوان قرارداد او د ځپليو ملازمينو بحالۍ كمېتۍ په احكاماتو عمل نه كونكو وزارتونو اعلٰی چارواكو څخه دې ځواب وغوښتلې شي٬بيورو كريسي د دې پارليمان په احكاماتو عملدرآمد نه كوي٬د پارليمان احترام كول پكار دي۔د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره ده ووئيل چې د پارليمان احترام نه كولو لړۍ تر ډېر مودې څخه روانه ده٬دا زمونږ كمزوري ده چې مونږ په دې عملدرآمد ونه كړی شو٬د مهم قانون سازۍ او پوښتنو دمې په مهال د بيورو كريسي دا ذمه واري ده چې هغوي دې ايوان ته راتللو سره يوځاې كېښني۔ده ووئيل چې ما درې ورځې وړاندې د ځپليو ملازمينو بحالۍ كمېټۍ په اړه ځواب غوښتلې وو خو په درې ورځو كښې كوم ځواب رانغلو٬ما دا تجويز وركړی چې د دې وزارتونو سېكتران دې رابللو سره د هغوي نه پوښتنه وكړی شي چې هغوي ولې د پارليمان په قرارداد او احكاماتو عمل نه كوي٬د اي او بي آئي ځپليو ملازمينو بحالۍ لپاره د قانون وزارت څخه رائے غوښتلې وې چې په دې هغوي د دوي په بحالۍ اتفاق كړی و٬دې ته پام نه دې كړی۔هغوي احتجاج كولو سره وئېلي وو چې د پارليمان احترام پكار دې٬دا د سپيكر٬دوهم سپيكر او د اسمبلۍ سېكرټري هم ذمه واري ده۔ده سپيكر ته ووئيل چې د هغوي په ضد دې كاروائي وكړی شي۔ده ووئيل چې د كال 2010 نه تر 2012 په مهال مونږ دوه لكه 10 زره ملازمين ريګولر كړي۔

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں