لاهور 24جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې حكومت عام وګړي ته بنيادي آسانۍ وركولو لپاره ټول وسائل كاروي٬ د آذربائيجان او پاكستان ترمينځه د اېل اېن جي لوظ نامې سره به د دوه اړخيزه اړيكو نوې جهتونه پرانستلې شي٬د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د اړيكو حوالې سره دا ننۍ ورځ ډېره مهمه ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه د پېټروليم په صنعت كښې د مرستې لوظ نامې دستورې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې نننۍ ورځ د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د اړيكو حوالې سره يوه مهمه ورځ ده۔د پاكستان حكومت به د آذربائيجان څخه هره مياشت يو جهاز اېل اېن جي اخلي۔د اخستلو اختيار به پاكستان سره وي٬په اېل اېن جي نه اخستلو به جرمانه نه وي۔د دې لوظ نامې څخه به په هېواد كښې ارزانه اېل اېن جي ترلاسه شي او د انرجي بحران په مخ نيوي كښې به لويې پېشرفت وشي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د دې لوظنامې موده تر يو كال ده دا به تر بل يو كال زياتولې شي۔ده ووئيل چې د دې پیټروليم لوظنامې په اړه تېر كال په آذربائيجان كښې صدر الهام عليوف سره ګټورې خبرې شوې وې۔وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك٬د پېټروليم سېكرټري او د خزانې وزير اسحاق ډار او ده ډلې په دې لوظنامه كښې خپل بشپړه كردار ترسره كړې دې۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې زه د آذربائيجان صدر او په پاكستان كښې د آذربائيجان سفير هم مننه كوم چا چې دا لوظنامه تر پاې رسولو كښې بشپړ رول لوبولې دې۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې آئي اېم اېف سره د لوظنامې د لاسه مو د بريښنا په بيعو كښې اضافه وكړه خو حكومت به د دې اضافې بوج په غريب اولس نه اچوي۔ په هغه كورنو صارفينو به د دې اطلاق نه وي كوم چې د برېښنا تر 200 يونټ كاروي۔ په دې موقع د آذربائيجان سفير ووئيل چې لوظنامه د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي او دا د دوه اړخيزه تجارتي حجم اضافې لپاره مهم پېشرفت دې۔د دې لوظنامې څخه به د دواړو هېوادونو اړيكې لا بهتر شي۔ ده ووئيل مونږ پاكستان سره په نورو څانګو كښې اړيكې زياتول كښې خوښي لرؤ۔ وروستو د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه د پیټروليم په صنعت كښې د لوظنامې دستاويزلاس ليك شو۔ د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان٬د پېټروليم وزير مملكت مصدق ملك٬د پیټروليم سېكرټري٬په پاكستان كښې د آذربائيجان سفير٬د آذربائيجان پیټروليم كمپنۍ چيف ايګزېكټو او نور هم په دې موقع موجود وو۔