اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف کشميريانو سره غېر متزلزل يوالي او ملاتړ لپاره د عزم پخلي كولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه د ملګرو ملتونو په قراردادونو د عملدرامد مطالبه كړې ده۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د الحاق ورځ په موقع پاكستان، آزاد جمو و کشمير، د هند په غېر قانوني تسلط جمو او کشمير او د نړۍ په نورو هېوادونو كښې مېشته كشميريانو سره د خپل غېر متزلزل ملاتړ او يوالي څرګندونه كوي٬ دا ورځ په كال 1947 كښې په سرينګر كښې په ترسره شوي كنونش كښې د آل جمو و کشمير مسلم کنفرنس لخوا د يو قرارداد د منظورۍ ياد تازه كوي په كوم كښې چې کشمير پاکستان سره د ضم كولو مطالبه شوې وه۔ ده ووئيل مونږ په كشميريانو د هند د ظلمونو او د بشري حقونونو د سنګين خلاف ورزو سخته غندنه كوٶ او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوو چې ھغوي دې د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد باوري كړي۔ ده ووئيل د كشمير كشالې سپېځلي او سوله ايز حل نه غېر به په سوئيلي آسياء كښې كله هم تل پاتي امن ترلاسه نشي۔