اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) لنډمهاله صدر محمد صادق سنجراني په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښه غندنه كولو سره وئيلي دي چې مونږ له په ګرده نړۍ كښې د كركې په ضد يو موټې كېدو او مذهبي همغږۍ ته وده وركول دي۔ خپل ټويټ كښې محمد صادق سنجراني ووئيل زه د دې پېښې په سختو ټكو غندنه كوم او د مسلمان په توګه مونږ د ټولو مذهبونو احترام په ځائ ساتو او د آزادۍ د اظهار په لمنه كښې دا عمل جائز نشي ګرځولے كېدے٬ راځۍ چې مونږ د كركې په ضد يو موټې شو او ګرده نړۍ كښې مذهبي همغږۍ ته وده وركړو