وزیرِ اعظم شهباز شریف ګلوبل فنانسنګ پیكټ مشرۍ په غونډه كښې ګډون لپاره پیرس ته لاړو

image

اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د فرانس صدر ایمانوئل میكرون په بلنه په خپله سركاري دوره فرانس ته لاړو۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیرِ اعظم به د فرانس خپلي دوري په مهال ګلوبل فنانسنګ پیكټ مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔ګلوبل فنانسنګ پیكټ مشرانو غونډه د كوټلي پرمختګ ، توان متبادل او د تجديد وړ توان ذريعو، ماحولیات او موسمیاتی بدلون چیلنجونو مخنيوي لپاره سباؤن كښې نړيوال مالیاتی نظام كښې په بدلون د خيالاتو څركندوني او مشاورت فورم ثابت شي۔وزیرِ اعظم به د مشرانو په غونډه كښې د پاكستان جی -77 كښې د مهم غړي او موسمیاتی بدلون خراب اثرات له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي هېواد مشر په حيث وينا كوي۔وزیرِ اعظم به په پیرس كشې د مشرانو غونډه كښې ګډون نه علاوه نړيوالو لارښودو سره هم ملاقاتونه كوي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں