اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي کاظم خان ته د كونسل آف پاکستان نیوزپیپرز ایډیټرز کمیټي فار فري ميډيا چيئرمېن په توګه په ټاكل كېدو مباركي وركړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل هيله ده چې په کمېټۍ کښې شامل ممتاز خبريالان به د خپلې تجربې او صلاحيت په بنياد د صحافت آزادۍ او د جمهوري اقدارو ودې له مهم كردار ترسره كوي۔ صدر مملكت د کمېټۍ نورو غړو اياز خان، سردار خان نيازي، عامر محمود، ارشاد احمد عارف او اعجازالحق ته هم مبارکي ورکړه۔