وزیراعظم محمد شهباز شریف د تركيې نوې ټاكلے شوي صدر رجب طیب اردوان سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون،په دريم ځل په ټاكلے كيدو مبارکي

image

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د تركيې توي ټاكلے شوي صدر رجب طیب اردوان سوګند پورته كولو په موقع صدارتی محل كښې دستوره كښې ګډون وكړو او هغه له ئې په دريم ځل په دې چوكۍ په ټاكلے كيدو مبارکي وركړه۔ د خالي په ورځ د تركيې نوي ټاكلے شوي صدر رجب طیب اردوان دريمي مودي لپاره د صدارت سوګند پورته كولو نه پس صدارتی محل كښې تاریخی دستوره وشوه۔په دې موقع د تركيې نوي ټاكلے شوي صدر رجب طیب اردوان د خپلي كورداني سره په دستوره كښې ګډون وكړو۔دستوره كښې د وزیراعظم محمد شهبازشریف پشمول د ټولي نړۍ څخه 78 څخه زياتو هېوادونو مشران او نمائندګانو ګډون وكړو۔صدررجب طیب اردوان د وزیراعظم محمد شهباز شریف هركلے وكړو او هغه سره ئې ستړي مشي وكړه۔وزیراعظم محمد شهبازشریف هغه له په دريم ځل په چوكۍ ټاكلے كيدو مبارکي وركړه او هغه لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د اطلاعاتو او خپرونو وزیري مرېم اورنګزیب هم نوي ټاكلې شوي صدر له مباركي وركړه۔دې څخه وړاندې نوي ټاكلے شوي صدر رجب طیب اردوان دريمي مودي لپاره صوګند واخست۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں