2017 كښې ديواليه كيدو ته نزدي سي ډي اے سږ كال تر آخر 73 اربه روپۍ زياتي لري، ويل ډن ! د سي ډي اے ډلي ، د وزيراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان بدليږي،زمونږ د اقتصادي ښه والي او تعميراتي پاليسۍ غوره نتيجي رامخې ته كيږي، 2017 كښې ديواليه كيدو ته نزدې سي ډي اے سره د روان مالي كال تر آخر 73 اربه روپۍ زياتې دي۔ د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم سي ډي اے له شاباشے وركولو سره ووئيل 2017 كښې سي ډي اے 5 اربه 80 كروړه روپو خسارې سره مخ وه او دا اداره ديواليه كيدو ته نزدي وه خو د روان مالي كال تر آخر سي ډي اے سره 73 اربه روپۍ فاضل شوي دغسې 26 اربه روپۍ وړاندي څخه اكاونټس كښې موجود دي، ويل ډن ! د سي ډي اے ډلي۔ وزيراعظم ووئيل مالي استحكام ترلاسه كولو نه پس اوس وخت راغلے چې اصلاح او تنظيم نو ته پام لرنه وكړې شي٬ دغسې اسلام آباد به يو مثالي ښار جوړولے شي۔ وزيراعظم ووئيل نورو لويو ښارونو كښې كلك عزم ، شفافيت او جدت د كوټلي اقتصادي پرمختګ او خود انحصارۍ ذريعه ګرځيدے شي

مضمون کا ماخذ : کڑک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں