د قطر كمپنۍ پاكستان كښې تعميرات ٬ آئي ټي ٬ انفراسټركچر ٬ ډوېلپمنټ، بنکنګ او د سېلګرۍ په شمول بېلو څانګو كښې سرمايه كاري سره په زړه پورې ګټه ترلاسه كولې شي۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي

image
APP49-010621 ISLAMABAD: June 01 – Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi received Chairman, Pak-Qatar Takaful Company and Member of the Royal family of Qatar, Sheikh Ali Bin Abdullah AI-Thani at Ministry of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد۔1جون(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د قطر كمپنۍ پاكستان كښې تعميرات ٬ آئي ټي ٬ انفراسټركچر ٬ ډوېلپمنټ، بنکنګ او د سېلګرۍ په شمول بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كولو سره په زړه پورې ګټه ترلاسه كولې شي۔ دا خبره هغه د قطر حكمران شاهي كورنۍ غړي او د پاك قطر تكافل ګروپ چيئرمېن شېخ علي عبد الله التھاني سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې خارجه وزير سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارتي او د اقتصادي مرستې په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان قطر سره دوه اړخيزه اړيكو او په خاص توګه اقتصادي مرستې ته وده وركول غواړي۔ شېخ علي عبد الله التھاني خارجه وزير د پاك قطر التكافل ګروپ او پاكستان كښې د روانو كاروباري هلو ځلو تفصيلات نه خبرولو كښې ووئيل پاک قطر تکافل ګروپ، پاكستان كښې د لا سرمايه كارۍ كولو عزم لري۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د پاكستان حكومت خپل پام اقتصادي ترجيحات پلو ګرځولے۔ پاكستان د 220 ملین ودانۍ ماركيټ دے چرته چې د سرمايه كارۍ بلها موقعې شته۔ هغه ووئيل مونږ بهرنو سرمايه كارو ته پاكستان كښې كاروبار لپاره د “ای وېزہ” په شمول زياتې آسانۍ وركوؤ۔ ده ووئېل د قطر كمپنۍ پاكستان كښې تعميرات ٬ آئي ټي ٬ انفراسټركچر ٬ ډوېلپمنټ، بنکنګ او د سېلګرۍ په شمول بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كولو سره په زړه پورې ګټه ترلاسه كولې شي۔دغسې په دې مهال خارجه وزير د قطر امير لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں