اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وېتنام سره د تجارتي اړيكو لا ښه كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاكستان بېلو څانګو كښې وېتنام سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ هغه وېتنام لپاره د پاكستان نومولې سفيرې ثمينه مهتاب سره خبرې كولې چا چې د جمعې په ورځ صدر سره ملاقات كولو۔ صدر په دې مهال ووئيل وېتنام سره اقتصادي او تجارتي اړيكې به لا پياوړې كول وي۔ صدر ووئيل د پاكستان كاروبار دوسته چاپېريال د وېتنام كاروباري ورورولۍ لپاره بلها موقعې لري۔ صدر په نومولې شوې سفيره زور راوړو چې هغه د هېواد وقار او مثبت تاثر رامخې ته كولو له كار وكړي۔ هغه ووئيل د پاكستان د سېلګرۍ څانګه زيات صلاحيت لري ٬ ګندھارا تهذيب وېتنامي سېلګرو لپاره يو زړه راكښونكے ځاے كېدے شي۔ صدر ووئيل په اعلی كچ د دوه اړخيزه سياسي او كلتوري تبادلو ته هم اړتيا ده۔ هغه هيله ولرله چې نومولې سفيره به وېتنام سره دوه اړخيزه اړيكو ودې له كار وكړي