اسلام آباد۔15 فروري (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 1048 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 26 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 32 زره 19 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 5 لکه 25 زره 997 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړو وېنټی لېټرز د كورونا 260 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 25 زره 747 او د ځپليو 5 لکه 64 زره 77 ته رسېدلې ۔ تر دې دمه هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 12 زره 333 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 84 لکھ 66 زره 177 ټېسټونه شوي۔ د كورونا درملنو له خاص كړو د هېواد 631 روغتونونو كښې 2115 رنځوران داخل دي