اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) د قانون وفاقی وزیر بېرسټر فروغ نسیم وئيلي دي كه د كلبھوشن یادیو په اړه د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه عمل نه كوو نو په پاكستان بنديزونه لګيدے شي، د انصاف نړيوال عدالت د پريكړې پ?? رڼا كښې آرډیننس جوړ شوے‘ دا حساس معامله ده په دې اړه بايد سياست ونه كړے شي،آرډیننس سره د كلبھوشن یادیو سزا ختمه شوې نه ده، آرډیننس ځكه راوړلے شوے چې نړۍ ته معلومه شي پاكستان ذمه وار ??يواد دے۔ د جمعې پ?? ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل د آرډیننس په اړه غونډه كښې خبره شوې، د دې آرډیننس په اړه حقائق اپوزیشن ته وړاندې كول غواړوم۔په 3 مارچ 2016ء كلبھوشن نيولے شوے، هغه وخت وفاقی حكومت پريكړه كړې وه چې ده له به قونصلر رسنه نه وركړے كېږي ۔ده ووئېل په 8 مئی 2017ء هند آ??ی سی جے كښې كیس فائل كړے ،پاكستان آ??ی سی جے څخه بهر نشي راوتلے ،آ??ی سی جے پ??يكړه كړې چې قونصلر رسنه وركړئ ،۔ ده ووئېل د آ??ی سی جے پ??يكړې له مخې آرډینس جوړ شوے، این آر او هغه ته وائې چې پرویز مشرف سزاګانې بخښلې۔ په دې آرډیننس كښې كومه سزا نه ده بخښلې شوې۔