اسلام آ??اد 17 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د چم?? او نورو پولو په حقله غ??نډه رابللې شوې ده . د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې صلاح الدين ايوبي د اعتراض په نكته ووئيل د چم?? پولې بندېدو په وجه خلق ستونزو سره مخ دي. ده ووئيل د كراچې په بندر 8 زره كانټينرې ولاړې دي. دا معامله مو په ايوان كښې پورته كړې وه او سپيكر، حماد اظهر ته كارروائې لپاره هم وئيلي وو. د هغه راپور څه وشول. سپيكر ووئيل زه په دې عمل كښې په خپله شريك يم. ده ووئيل مونږ يوازې چم?? نه ټولو پولو لپاره غ??نډه رابللې ده . د وزيرستان، چم?? او غلام خان پولې په اړه كمېټي جوړه كړې شوې. ده ووئيل په دې لړ كښې اقدامات كولے شي.