اسلام آباد ۔ 05جولائي (اے پی پی)د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي زر روغتيا له د پاكستان به شمول ګردې نړۍ څخه د دعا پېغامونو لړۍ روانه ده۔ د اتوار په ورځ صدر مملكت عارف علوی، وزیر اعظم عمران خان، د س??نې?? چیئرمېن صادق سنجرانی ،ډپټي چیئرمېن سلیم مانډوی والا، د پاك پوځ پخواني سرلښكر راحیل شریف او د نسټ رېکټر لېفټېننټ جنرال (ر) نوید ز??ان د ټېلېفون د لارې خارجه وزير نه دده د خېريت پوښتنه وكړه او دده زر روغتيا له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر او د م??الفې ډلې مشر شهباز شريف ، احسن اقبال او نورو حكومتي او د م??الفې ډلې پارلماني غړو او د قومي او صوبائي اسمبليو ګڼ شمېر غړو د ټېلېفوني تماس او پېغامونو د لارې د خارجه وزير د صحت تپوس پوښتنه كولو سره ده لپاره نېكې هيلې ښكاره كړې۔ د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو لخوا هم ټېلېفوني كالونه او د سماجي رابطې دلارې د دعا پېغامونه پرله پسې ترلاسه كېږي۔ د ترکيه خارجه وزير میولوت چاوش اولو، د ایران جواد ظریف، د ډنمارک جیپ کوف??رډ?? د م??لدیپ عبداللہ شاهد او د افغانستان محمد حنیف آتمر خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي څخه دده خېريت معلوم كړو او دده زر روغتيا له ئې نېكې هيلې څرګندې كړې۔ د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی زر روغتيا له ګرد هېواد په او په خاص ??وګه سندھ كښې د زرګونو په شمېر د دعا دستورې وشوې۔ د جولائي په 6 مه نېټه به د سندھ هره يوه ضلع كښې د خارجه وزير زر روغتيا له د دعا دستوره كولې شي۔ خارجه وزير ووئيل زه د پاكستان او بهر هېوادونو هغه ټولو مينه والو يو په يو مننه كوم كومو چې د كالز يا مېسجز دلارې زما تپوس وكړو او زما روغتيا له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دغسې د هغه ټولو كسانو مننه كوم چا چې ما لپاره د اجتماعي دعاګانو لړۍ روانه ساتلې ده۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے د پاكستان او پاكستاني اولس حفاظت وكړي او د پاكستان په شمول د ټولې نړۍ انسانيت دې كورونا وباﺀ نه وساتي۔ آمین