اسلام آباد ۔ 26 جون (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان مظفرآباد ته رسېدلے دے ۔ وزيراعظم به مظفر آباد كښې د كورونا وائرس صورتحال په اړه د يوې غونډې مشري كوي او په ??ائ?? آف كنټرول د ژوند كوؤنكو لپاره به د احساس ایمرجنسی کېش پروګرام اج??اء هم كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډي ونګ لخوا جاري بيان له مخې ??ائ?? آف كنټرول ته نزدې ??ه 219 كليو كښې 138,275 كورنۍ ژوند كوي۔ دا ټولې كورنۍ د وزيراعظم په خاص هدايت احساس كفالت پروګرام كښې شاملې كړې شوي كومو ته به چې هره مياشت دوه زره روپۍ وركولې شي۔ دې سره سره د دې كورنيو مېرمنو ته به نن څخه 12,000 روپۍ د اېمرجنسي كېش پروګرام ترسېوري لاندې هم وركولے شي۔ ??ائ?? آف كنټرول ته نزد?? ژوند كوؤنكو كورنيو لپاره وفاقي حكومت 3 اربه روپۍ بېلې كړي۔ د دې كورنيو وګړو آسانۍ له 17 احساس رجسټرېشن مركزونه جوړ كړې شوي دغسې چې دا غړي د احساس كارډ جوړولو كښې كومو ستونزو سره مخ نه شي