اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد د ډاك محكمې سره د تعلق لرونكو ټولو ملازمانو د كردار ستائنه كړې او وئيلي ئې دي د ډاك محكمې ملازمانو د كورونا غوندې وبا كښې په ډېرو سختو حالاتو كښې ټولو مشرانو پېنشن اخستونكو ته د دوي په كور د پنشن ادائيګي ممكنه كولو سره يو لوي قومي خدمت كړے او د دې ??ې څومره هم ستائنه وشي ??مه ده. د جمعې په ورځ په يو بيان كښې د مواصلات وفاقي وزير د ډاك محكمې د ملازمانو د اپ ګرېډېشن د پخوانې غوښتنې په سمدستي توګه د حل كولو باور وركړو او اعلان ئې وكړو چې د اپ ګرېډېش?? سمري فنانس ډويژن ته منظور?? لپاره لېږلې شوې۔ په دې اړه مېډيا سره په خبرو كښې د ډاك محكمې وياند وضاحت كولو سره ووئيل د مواصلات وفاقي وزير هدايت په رڼا كښې د ډاك محكمې د ملازمانو د اپ ګرېډېش?? سمري فنانس ډويژن ته لېږلې شوې او ډېره زر به منظوري شي