اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د وز??راعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د هېواد په كچه تر دې دمه 3 زره 464 كسان كورونا وائر?? ځپلې دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال 577 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي۔ دا مهال په نړيواله كچه 13 نيم لكه كسان ځپلې شوي دي۔ په دوئي كښې 2 لكه 75 زره رنځوران روغ شويدي ??لې 75 زره مړه شوي دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خبري كنفرنس كښې وكړه۔ په دې مهال وفاقي وز??ر اسد عمر هم ده سره وو۔ ډاكټر ظفر مرزا ووئيل هېواد كښې دا مهال 18 لېبارټرۍ داسې دي ??و??ې چې کورونا وائرس له پی سی آر ټېسټ كولې شي۔ ده ووئيل تر دې دمه هېواد كښې د كورونا وائرس دلاسه 54 كسان مړه شوي دي او د روغ شويو شمېره 429 ته رسېدلې ده۔ ده ووئيل دكورونا وائر?? ځپلي 28 رنځوران دا مهال آئي سي يو كښې دي۔ پاكستان كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شرح 1.4 فيصده ده۔ ده ووئيل سباؤن كښې به د كورونا كټس په ملينونو كښې موجود وي۔ دلېبارټرو شمېره به 32 او بيا 40 ته رسوؤ۔ ده ووئيل دا مهال هېواد كښې 18 لېبارټرۍ دي ??و??ې چې د كورونا وائرس پي سي آر ټېسټ كولې شي