اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) د کورونا وائرس د خپرېدو خطر نظر كښې نيولو سره د پاکستان سپر لیګ فائیو د سیمی فائنلز او فائنل سيالۍ ځنډولې دي۔ د پی سی بی له مخې د کراچی کنګز، لا??ور قلندرز، پېښور زلمی او ملتان سلطانز لوبډلې د سيمي فائنل پړاؤ ته رسېدلې ??ې او د ليګ اولنې سيمي فائنل مېچ د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمينځھ د نهې په ورځ دوه بجې او دويم سيمي فائنل د كراچي كنګز او لا??ور قلندرز ترمينځھ د شپې 7 بجې كېدل وو۔ د ليګ دواړه مېچونه قذافي سټېډيم لا??ور كښې شېډول شوي وو ولې ??اکستان کرکټ بورډ دا مېچونه د كورونا وائرس خپرېدو خطر نظر كښې نيولو سره تر نامعلومه مودې وځنډول۔ دې نه وړاندې د كورونا وائرس دلاسه په پي اېس اېل كښې شامل يو شمېر غېر ملكي لوبغاړي او كوچز خ??ل خپل هېواد ته روان شوي وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پي اېس اېل فائيو فائنل مېچ ?? روانې مياشتې په 18 مه نېټه لا??ور كښې كېدل وو