اسلام آباد 25 جن??ري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د اولسي جهموريه چين د نوي كال په موقع چينائي اولس ته مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې د هر نوي كال سره د پاكستان او چين اړي??ې د قوي نه قوي كېږي. د خالي په ورځ پھ ټويټر په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د چين دوستي د پاكستان لويه ??ثا??ه ده. هغې ووئيل چې د چين پاكستان اقتصادي لار﴿سي پېك﴾ د دواړو هېوادونو د ل??زوال دوستې روښانه عكاسي ده. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د اقتصادي لارې دوهم پړاٶ پېل شوے چې له مخې به ئې خاص صنعتي ځايونه جوړولې شي. دا ځايونه به د برآمدي څانګې د تقويت، پائيدار معاشي پرمختګ ترلاسه كولو او د ځائي صنعت د ودې سبب وګرځي. د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې چين د ازمېښت په هر وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړ??. هغې ووئيل چې چين د كشمير په مسئله په سپينو ټكو كښې د پاكستان د اصولي دريځ ملاتړ كړ??. د چين او پاكستان دوستي د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د محبت او ورورولې عظيم مثال دے.