اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) خ??رج?? وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې هندوستان د كرتارپور لارې نه دومره يرېدلې چې د نړۍ پام ګرځولو لپاره ئې د ايودهيا كېس پرېكړه اورولو لپاره نننۍ ورځ قصداَ ټاكلې٬ د هند حكومت ټول هېواد د تعصب اور ته غورځول غواړي۔ د ايودهيا په كېس غبرګون ښودلو سره ده ووئيل چ?? هندوستان د كرتارپور لارې نه دومره يرېدلې چې د نړۍ پام ګرځولو لپاره ئې د ايودهيا كېس پرېكړه اورولو لپاره نننۍ ورځ قصداَ ټاكلې٬ د هند حكومت ټول هېواد د تعصب اور ته غورځول غواړي۔ ده ووئيل چې د?? پرېكړې لپاره د نننۍ ورځ ټاكنه معنٰي لرونكې ده۔ د خالي په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل چ?? مقبوضه جمو او كشمير نن هم د كرفيو تابع دے خو په مقبو??ه كشمير كښې د هند د يو اړخيزه اقداماتو په ضد په ستره محكمه كښې دائر خواستونو ته مناسب اهميت نه شي وركولې۔ خ??رج?? وزير ووئيل چ?? زما په فكر د هند سترې محكمې د بې حسې مظاهره كړې او نن ئې يو نوې بحث پېل كړے۔ ده ووئيل چ?? نن د هند د سترې محكمې پرېكړه د هندوستان د تنګ نظرې څرګند ثبوت دے٬ نن د ګاندهي هندوستان دفن شوے٬ نن د مودي او آر اېس اېس هندوستان دے۔