شاه محمود قرېشي د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد سره وليدل

image

کوالالمپور 05 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ماليزيا خپلې دورې په مهال په کوالالمپور كښې وزيراعظم مهاتير محمد سره ملاقات كړې۔ د خبرو اترو په مهال په دوه اړخَيزه اړيكو او اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو پشمول د شريكو روابطو ودې په بېلا بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير د ماليزيا وزيراعظم ته د وزيراعظم عمران خان لخوا د نېكو هيلو پېغام هم ورسولو۔ خارجه وزير مهاتير محمد مخطاب كولو سره ووئيل د کشمير په مسئله د ماليزيا لخوا د پاكستاني دريځ په غېر متزلزل او بشپړه ملاتړ ستاسو مننه كوٶ۔ ده ووئيل دا خبره د ستائنې وړ ده چې ماليزيا د هند دړكې په خاطر كښې نه راوستلو سره د جمو او كشمير په اړه خپل اصولي دريځ په ځائ وساتلو۔ خارجه وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه ژورې اړيكې دي٬ سږ كال د پاكستان قامي ورځ په موقع ستاسو د پاكستان دورې يادونه لا تازه دي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د کوالالمپور کنفرنس د اقدام هركلې كوي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي د وزيراعظم عمران خان او حکومت لخوا د كنفرنس د اغراض او مقاصدو د بشپړه ملاتړ باور وركولو سره ووئيل دا اغراض او مقاصد د پي ټي آئي د حكومت وژن او پاليسو سره ژور مطابقت لري۔ شاه محمود قرېشي باور وركړو چې ”کوالالمپور کنفرنس” به په دې سخت وخت كښې د تعمير و ترقۍ يو ډول هدفونه ترلاسه كولو او د شريكې مرستې ودې لپاره ګټور وګرځي۔ د قطر نائب وزيراعظم او خارجه وزير عبدالله الثاني، د ترکيې د صنعت وزير مصطفي واران، د ماليزيا د اقتصادي چارو وزيرعظمين علي، د ماليزيا خارجه وزير سېف الدين عبدالله او دوهم خارجه وزير يحييٰ مرزوقي هم دې په موقع موجود وو۔)ګ ل

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں