اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د كش??ير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئيلي دي چې ???نن﴾ د اتوار په ورځ د اكتوبر 27مه نېټه به په قومي او نړيواله كچه د په مقبوضه كش??ير د هند د قبضې په ضد د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي او په ټوله نړۍ كښې به په كش??ير د هند ناجائز قبضه څرګندولې شي۔ د وزيراعظم په هدايت به ټولې ادارې په وفاقي او صوبائي كچه د لاريونونو٬ سېمينارونو او مباحثو اهتمام كوي٬ په پرنټ ٬ الېكټرانك او سوشل مېډيا هم د كش??ير مسئله په ډاګه كولو لپاره پروګرامونه ترتيب كړے شوي دي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې په مظفر آباد كښې به دستوره كولې شي چې پكښې به زه په ذاتي توګه ګډون كوم۔ دغسې د هېواد په ټولو ښارونو او د ضلعو ??ه كچه به هم دستورې كېږي او كش??يري اولس سره به د يووالي څرګندونه كولې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان اولس مشر او وزيراعظم لخوا د كش??ير تورې ورځې په اړه خاص پېغامونه خپرولې شي او په خارجه وزارت كښې كش??ير سېل ډېر په تندې سره فعاله كار كوي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې غېر ملكي مشنز ته به په مقبوضه كش??ير د هند ناجائز قبضې په اړه خاص بريفنګ وركولې شي۔ ده ووئيل چې په نورو هېوادونو كښې د پاكستان مشنز به د تورې ورځې په اړه خاص دستورې كوي۔ ده ووئيل چې د كش??ير او ګلګت بلتستان چارو وزارت به د تورې ورځې په اړه په ټولو چارو كښې مرسته كوي٬ په دې لړ كښې ټولو وزارتونو٬ ادارو٬ صوبو٬ آزاد كش??ير او ګلګت بلتستان سره رابطه جوړه كړې شوې۔ ده ووئيل چې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت هم د تورې ورځې په اړه پوره تياري كړې ده۔