مظفر آباد 13 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د نرېندرا مودي چې څومره خوښه وي ظلم دې وكړي كاميابېدې نشي٬ د كشميريانو د مرګ ېره ختمه شوې ٬ نرېندرا مودې د وركوټوالي نه د آر اېس اېس غړے دے او د دوي نظريه دا ده چې هند يوازې د هندوانو دے٬ هند ته وئيل غواړم ګردې نړۍ ته به د كشمير سفير په توګه ځم٬ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وېنا او په نړيواله ميډيا كښې به د كشميريانو غږ پورته كوم٬ د كشمير كشاله يو ځل بيا په نړيواله كچ?? رامخې ته شوې ٬ 50 كاله پس د كشمير په مسئله سلامتي كونسل كښې بحث شوے٬ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل د مقبوضه کشمير په صورتحال د تشويش څرګندونه ??ړې ، او آئي سي او اروپائي ائتلاف هند څخه د كرفيو ختمولو غوښتنه ??ړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د مقبوضه کشمير اولس سره د يوالي څرګندونې لپاره تاريخي اولسي غونډې ته په مظفر اباد ازاد كشمير كښې خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په تاريخي هركلي د آزاد کشمير د اولس مننه ??ولو سره ووئيل ما ګرده نړۍ كښې كشمير لپاره د سفير جوړېدو پرېكړه كړې ٬ د كشمير كشاله د انسانيت مسئله ده۔ ده ووئيل مقبوضه کشمير كښې خوېندې ٬ وروڼه ٬ سپين ګيري او ماشومان د تېرو څلوېښتو ورځو راهسې محصور دي۔ وزيراعظم عمران خان په سپينو ټكو ووئيل نرېندرا مودي تا ته پېغام دركول غواړم چې ته بزدل ئې ځكه چې يو بزدل كس په بې ګناه خل??و ظلم كوي٬ چا كښې چې انسانيت وي ھغوي كله هم داسې ظلم نه ??وي٬ زړور كس كله هم په ماشومانو او مېرمنو ظلم نه ??وي٬ نرېندرا مودي چې څومره دې خوښه وي ظلم وكړه كاميابېد نشي ۔ ده ووئېل د كشميريانو د مرګ ېره ختمه شوې ٬ هند كله هم كشميري اولس ته ماتې نه شي وركولې۔ ده ووئيل نرېندرا مودې د وركوټوالي نه د آر اېس اېس غړے دے او د دوي نظريه ده چې هند يوازې د هندوانو دے۔ عمران خان ووئيل آر اېس اېس د هټلر په نازي نظريه عمل كوي٬ د آر اېس اېس موسئس هټلر او مسلوني دے۔ وزيراعظم ووئيل هند كښې هم اعتدال خوښي او روښانه خياله خل?? د مودي نظريې په ضد دي۔ عمران خان ووئيل په نړۍ كښې يو ځل به بيا د كشمير كشال?? رامخې ته شوې ٬ 50 كاله پس د كشمير په مسئله سلامتي كونسل كښې بحث شوې ٬ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل د مقبوضه کشمير په صورتحال د تشويش څرګندونه ??ړې ۔ ده ووئېل او آئي سي او اروپائي ائتلاف هند څخه د كرفيو ختمولو غوښتنه ??ړې ٬ په امريكا كښې هم سناتورانو اولس مشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتنه ??ړې چې د كشمير په كشاله د ثالثۍ كردار ولوبوي۔ وزيراعظم د کشمير ځوانانو ته ووئيل زه ستاسو عزم او حوصلې ته سلام كوم٬ زه خبر يم چې تاسو په لائن آف كنټرول وراوړېدل غواړې ٬ خو زه تاسو تا دا وائيم چې تاسو اوس په اېل او سي مه وراوړې ٬ زما د وېنا په طمعه شې۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې به د كشمير مسئلې نه ??ړيوال مشران خبرووم