لندن 05 ستمبر (اے پي پي) برتانيه كښې د پاكستان هائي كمشنر محمد نفيس زکريا وئيلي دي په م??بوضه جمو و کشمير كښې د آرټيکل 370 د خاتمې اقدام او د تېرو 7 لسيزو راهسې د هند روان جارحيت او انساني الميه د دې خبرې دليل دے چې هند په م??بوضه کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ??رز?? مرتكب شوے۔ لندن كښې د پاکستان هائي کمېسون له مخې ده دا خبرې په م??بوضه کشمير كښې د بشري بحران په اړه د برتانيې په ايوان نمائندګان كښې پارلماني غړو ته د بريفنګ په م??ال كړې۔ په پارلمان كښې په لويه كچه د برتانيې پارلماني غړو او د كشمير په اړه د آل پارټي پارليمنټري ګروپ غړو ګډون وكړو۔ په پارلمان كښې د کشمير په اوسني صورتحال د بريفنګ په م??ال هائي كمشنر ووئيل په م??بوضه جمو و کشمير كښې د آرټيکل 370 د خاتمې اقدام او د تېرو 7 لسيزو راهسې د هند روان جارحيت او انساني الميه د دې خبرې دليل دے چې هند په م??بوضه کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ??رز?? مرتكب شوے۔ ده ووئيل په بې ګناه كشميريانو د هند ظلمونه٬ قتل عام ٬ د جعلي مقابلو٬ د خلقو تښتولو او د جبري ګمشدګۍ پېښې ٬ د خطر ناكې وسلې لكه پېلټ ګنز او د كلسټر بمونو بې دريغه استعمال د ملګرو ملتونو د قراردادونو ٬ د بشري حقونو خلاف و??زي ده او دا د جرمونو په زمره كښې راځي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمير كښې د 31 ورځو نه زيات لاك ډاٶن روان دے٬ د مواصلات نظام معطل دے،په م??ډيا بنديز دے ٬ جنسي تېرې٬ نظر بندۍ ٬ د خلقو تښتونه ٬ پېلټ ګنز او خطر ناكې وسلې كارول د تشويش وړ دي۔ ده ووئيل تش په نامه جمهوري نړۍ كښې په 21مه پېړۍ كښې په كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ??رز?? كېږي۔ ده ووئيل د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه ٬ نړيوال اېن جي اوز ٬ اېمنسټي انټرنېشنل٬ او اېچ سي اېچ آر ٬ آئي پي اېچ آر سي ٬ هيومن رائټس واچ او د سول سوسائټۍ غړي دې په كشمير كښې د قتل عام مخنيوي او د ا نصاف و??كړې له خپل كردار تر سره كړي او د ذمه وارو په ضد دې كاروائي وكړي۔ په دې موقع د برتانيې د پارلمان غړو په م??بوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خراب ص??رتحال او د كشميريانو په جبري قيد د تشويش څرګندونه وكړه۔ غړو ووئيل د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هوارېدل پكار ده او پارلماني غړي به د بشري حقونو د خلاف و??زيو خاتمې او د بحالۍ لپاره كار دوامداره ساتي۔