پاکستان د كشمير كشالې هواري له په ټولو نړيوالو فورمونو د عراق د پرله پسې ملاتړ هيله لري

image
APP01-06 ISLAMABAD: September 06 - President Dr. Arif Alvi talking to Outgoing Ambassador of Iraq, Dr Ali Yassin Mohammad Karim Al- Rahmani, who paid a farewell call on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي د فاشسټ هندي مشرانو د لاسه په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو د عراق د اصولي موقف ستائنه كولو سره وئيلي دي پاكستان د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير كشالې په سوله ايز ډول د هواري په لړ كښې په ټولو نړيوالو فورمونو د عراق د پرله پسې ملاتړ هيله لري۔ اولس مشر دا خبرې د عراق موده ترسره كوٶنكي سفير ډاکټر علي ياسين الرحماني سره كړې چا چې د جمعې په ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې د مخه ښې ملاقات كولو۔ اولس مشر د عراق د اسلامي سپريم کونسل مشر شېخ حمودي په جولائي كال 2019 كښې د كشمير دورې هم ستائنه وكړه۔ اولس مشر ووئيل دواړه هېوادونه شريكه عقيده٬ كلتور او د تاريخي خپلولې په مضبوطو بنيادونو نزدې او ښې اړيكې لري۔ ده ووئيل پاكستان د عراق خپلواكۍ ٬ سياسي يوالي او د سيمه ايزې سلامتيا بشپړ ملاتړ كړې۔ ده په دې خبره زور رواړو چې پاكستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوي او په عراق كښې ئې د داعش غوندې د ترهګرو تنظيمونو د ظلمونو او ترهګرۍ د كاروائيو بشپړ مخالفت كړې۔ ده ووئيل پاكستان د كوټلې امن او سلامتيا په هڅو كښې د عراق حكومت او اولس سره ولاړ ٶ او خپل مالياتي منتظيمن٬ انجينئرز، د آئي ټي پوهانو او د طبي عملې نه علاوه هنر مند او نيم هنر مند افرادي قوت د بيا رغونې هلو ځلو كې ګډون لپاره عراق ته د لېږلو وړاندېز كوو ۔ ده د موده ترسره كوٶنكي سفير پاكستان كښې د سفارتي مودې په كاميابې بشپړېدو هغه ته مباركي وركولو سره د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره د هلو ځلو او د مقبوضه کشمير مظلوم اولس لپاره د اصولي ملاتړ ستائنه وكړه۔ سفير په ښه مېلم

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں