لاهور 02ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان به كله هم د كوم اړخ نه وړومبې بريد نه كوي٬د كشمير صورتحال كوم هم انسانيت نه شي زغملې٬په كشمير كښې چې څه كېږي كه دا د كوم بل مذهب منوونكو سره هم كېدلې نو بيا به مې هم غږ پورته كولو٬په هند كښې د هندو بالادستۍ سوچ لرونكو حكمراني ده٬كومه چې نه يوازې په هندوستان كښې اوسېدونكو اقليتونو لپاره بلكې نړۍ لپاره هم خطرې ده ٬بايد ټول د دې نظريې په ضد غږ پورته كړي٬اقتدار ته د راتللو نه پس مو هندي وزيراعظم مودي سره اړيكې ښې كولو لپاره قدم پورته كړے ؤ خو سره د هڅې مونږ ته داسې معلومه شوه چې هند د يو سپر پاور په توګه په مونږ د يو غريب هېواد غوندې شرائط لګوي ۔ دهخ ووئېل ٬سكهانو ته به په هوائي اډه د ويزې ??رك??لو پشمول نورې آسانې ??رك??لې شي٬د كرتارپور لارې پرانستل په سكهانو كوم احسان نه دے٬دا د دوي مق??س مق??م دے۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ انټرنېشنل سكھ كنونشن ته د خپلې وېنا په مهال وكړی۔وزيراعظم عمران خان سكهانو ته باور وركړو چې دوي ته به ملټي پل ويزې ??رك??لې شي٬مونږ اقتدار ته راتلو سره د ويزې نه ځان بدل كړو٬هڅه به كوو چې سكهانو ته په هوائي اډه ويزه وركړی شي۔هندوستان ته تلونكو او راتلونكو لپاره به ملټي پل ويزه جاري كولې شي۔ده ووئي?? چې دلته يو سكھ لارښود سرجيت سنګه ووئي?? چې بايد نفرتونه ختم كړی شي٬زه هغه پاكستانې يم چې مور او پلار مو په غلام هېواد كښې زېږېدلې وو او مونږ وړومبې نسل وو چې په يو آزاد هېواد پاكستان كښې پېدا شو٬كله چې مو پھ لاهور كښې زده كړی كولې نو هغه به وخت به مو د تقسيم د وخت د ظلم قيصې اورېدلې خو زه چې په وړومبي ځل كركټ لپاره هندوستان ته لاړم نو هندوستان مختلف وو څنګه چې زمونږ هركلے وكړې شو مونږ ته عزت او مينه راكړی شوه په دې مونږ حېران وو٬د هندوستان په اړه مو ګڼ?? چې دا يو دښمن هېواد دې خو مونږ عزت ترلاسه كړو٬هلته زما يو شمېر دوستان جوړ شول او اوس مې هم يو شمېر دوستان موجود دي چې كله وزيراعظم جوړ شوم نو اول هڅه مو هندوستان سره اړيكې ښه كول وو۔دې لپاره مونږ هندوستان ته وړاندېز وكړو چې كه هغه يو قدم راشي نو مونږ به دوه قدمه مخ په وړاندې ورشو۔وزيراعظم مودي ته مو ټېليفون وكړو چې دواړه هېوادونه غربت٬بې روزګارۍ او د ماحولياتي بدلون پشان يو شان چېلنجونو سره مخ دي٬د ماحولياتي بدلون له امله ګليئشيرز ويلې كېږي٬دې سره به په دريابونو كښې اوبه كمې شي۔مودي ته مې ووئي?? چې د 72 كلونو نه د پاكستا?? او هندوستان ترمينځه د كشمير يوه شخړه ده مونږ يې پھ مذاكراتو حل كولې شو۔وزيراعظم ووئي?? چې د څومره د اړيكو ښه كولو هڅې وكړی د هند د رويې نه داسې معلومېده لكه چې يو سپر پاور په يو غريب هېواد شرائط لګوي كوم چې مونږ لپاره د حېرانتيا وړ وو۔وزيراعظم ووئي?? چې جنګ د مسئلې حل زموڼږ په ذهن كښې نشته څوك چې هم دا وائي چې په جنګ مسئله حل كړئ يا دې حل شي معلومېږي داسې چې هغه د تاريخ مطالعه نه ده كړی۔تر ننه په جنګ كښې چې چا هم ګټھ كړی هغه په يو شمېر مېدانونو ماتې خوړلې ځكه چې د جنګ نه پس بېرته په ودرېدو كښې څو كاله لږي۔وزيراظم ووئي?? چې د بي جي پي حكومت په هغه نظريه روان دې پھ كومه چې پاكستان جوړ شوې وو٬قائداعظم د هندو مسلم اتحاد سفير وو د هغه په ذهن كښې هم نه وه خو چې كله هغه ته د هندو راج د نظريې پته ولګېده نو بيا يې د پاكستان خبره وكړه۔قائداعظم څو ځله مسلمانانو ته ووئي?? چې د انګريزانو نه د آزادۍ نه پس د مسلمانانو لپاره جلا وطن نه وي نو بيا به د هندو پھ غلامۍ كښې ژوند تېرول وي۔نن په هندوستان كښې آر اېس اېس د غوا او غوښې خوړونكو يا د غوا كاروبار كونكو سره چې څه كوي د هندو پشمول يو مذهب يې هم اجازه نه ??رك??ي۔وزيراعظم ووئي?? چې انساني ??ولنې په انصاف او انسانيت ولاړې وي۔كه په انساني ??ولنه كښې دا دواړه څيزونه نه وي نو بيا دا ټولنه د ځناورو نه هم بدتره ده۔وزيراعظم ووئي?? چې د تېرو 29 ورځو نه په مق??وضه كشمير كښې كرفيو ده۔د 80 لكو نه زيات خلك په كورونو كښې بند دي رنځورانو لپاره داروګان نشته٬كه په چا كښې رحم وي نو هغه انسانانو سره داسې سلوك نه شي كولې٬كوم مذهب د داسې كولو اجازه نشي ??رك??لې۔وزيراعظم ووئي?? چې زمونږ رب٬ رب العالمي?? او رسول رحمت اللعالمين دې۔كه كوم مسلمان په بل چا ظلم كوي نو دا زموڼږ د دين خلاف ورزي كوي٬ټول اقليتونه برابر حقوق لري٬قائداعظم په خپله وېنا كښې هم دا په ګوته كړي۔ده ووئي?? چې زمونږ قرآن وائي چې پھ دين كښې هېڅ جبر نشته٬ايمان انسان لپاره تر ټولو لويې نعمت دې ځكه پھ دې كښې زور نشته٬مونږ ټول انسانان برابر ګڼو٬كه مسلمان په كوم مذهب لرونكي ظلم كوي نو دا زمونږ د دين خلاف دې۔وزيراعظم ووئي?? چې نن آر اېس اېس چې څنګه هندوستان ته وړل كېږي٬د هندوستان خلك به ډېر زر پوهه شي چې د دوي ځاې نشت۔20 كروړه مسلمانان په هندوستان كښې په يره كښې ژوند تېروي۔عيسايانو سره هم داسې سلوك كولې شي كه مخه يې ونه نيولې شي نو سكهان به هم دې سره مخ شي۔د آر اېس اېس مشرانو مو كه ولوستل نو معلومه به شي د دوي نظريه د هندو راج وه۔د دې زيات خطر د هندوستان خلكو ته دې۔كه څوك چرته احتجاج كوي نو د آر اېس اېس خلك هلته ورسي٬مونږ ټولو ته به د دې نظريې په ضد غږ پورته كول وي٬ټولې نړۍ ته د دې نه خطر دې۔وزيراعظم ووئي?? چې په كرتار پور لاره پرانستلو د مننه كولو كومه خبره نشت٬كرتار پور او ننكانه زمونږ د مكې او مدينې پشان سكهانو لپاره مق??س ځايونه دي٬مونږ سوچ هم نه شو كولې چې څوك جې مكې او مدينې لپاره زمونږ مخه ونيسي٬سكهانو لپاره آسانې پېدا كول په مونږ فرض وو٬مونږ په مذهبي ځايونو سكهانو ته آسانې ??رك??و۔وزيراعظم ووئي?? چې د بابار ګورو نانك د زېږون 550مه ورځ به سكھ وروڼو سره په ګډه په بشپړه توګه لمانځو