اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه ظفر الحق وئيلي دي د کشمير خصوصي حېثيت ختمولو لپاره هند په بشپړه تيارۍ رامخې ته شوې٬ مونږ له به په دې د انصاف نړيوال عدالت سره د مراجعې كولو په صورت په ټولو چارو مشاورت او غور فكر سره مخ په وړاندې تلل وي٬ هسې نه چې څه بله پېښه رامخې ته شي٬ د كشمير زنځورانو او ژوبل شوو لپاره بايد مونږ نړيوالو تنظيمونو څخه مرسته اوغوارو ۔ د شورو په ورځ د پالمان شريكه غونډه كښې راجه ظفر الحق وو??يل د كشمير مسئله ډېره سنجيده معامله ده٬ په دې غور او فكر ډېر ضروري دے۔ ده وو??يل هندي اقدامات په سمدستي توګه نه دي پورته كړې شوې بلكې دې لپاره هغوې بشپړه تيارۍ كړې او د لارې هوارولو نه پس ئې د اګست په 5مه نيټه دا كاروائي كړې۔ ده وو??يل داسې برېښي چې پاكستان دې لپاره چمتو نه ٶ۔ ده وو??يل دلته نه يو سياسي مشر ورځپاڼې ” جموں اېنډ کشمير” ته خپله مركه كښې دا تجويز وركړې ٶ چې د كشمير شخړې يوازنې حل دا دے چې په دريو برخو كښې وويشلې شي٬ په حقيقت كښې دا تجويز په ماضي كښې د پاكستان لخوا وركړې شوې۔ ده وو??يل د شك نه غېر د ملګرو ملتونو قرارداد د آرټيكل 25 دا تقاضا لري چې پرې عملدرآمد پكار دے٬ يوازې په دې صورت د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ادارې قائمې پاتې كېدې شي٬ ده وو??ېل د ملګرو ملتونو د قرارداد مخالفت كوٶنكې يو ه??وا?? هم د دې غړې نه شي پاتې كېدې ٬ ده وو??ېل بلخوا هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د مستقل غړي جوړېدو هم خوښي لري او هند كښې په دې بنياد ټاكنې كېږي نو ھغه وخت د دوست ه??وا??ونه او په نړيواله كچه په دې صورتحال مخ په وړاندې تللو ته اړتيا ده٬ ده وو??ېل كه مونږ دا كار وړاندې كړې وي نو نن به حالات ډېر مختلف ٶ۔ ده وو??يل خپلو كورنيو معاملو كښې مصروفه پاتې كېدو سره اصل مسئلې پلو پام نه دې ګرځولې شوې۔ ده وو??يل په او آئي سي كښې هند د خاص مېلمه په حېثيت ګډون كړې او پاكستان بهر ناست ٶ٬ د كشمير ثالثۍ پحقله اولس مشر ډونلډ ټرمپ وړاندې چې څه وئيلي وٶ په ھغې ئې يوټرن اخستې دے