د وزیراعظم سلاحار ملك امېن اسلم په مشرۍ كښې د پلاسټك بیګز په استعمال بنديز لګولو په اړه د پالیسۍ مسودې جاج اخستلو غونډه

image

اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم د موسمي بدلون لپاره سلاحكار ملك امېن اسلم وئيلي دي چې د ماحولیات تحفظ لپاره بايد د پلاسټك بیګز استعمال بند كړې شي،اسلام آباد كښې به د 14 اګست څخه د پلاسټك بیګز جوړولو ، کاروبار او په خرڅولو بشپړه بنديز لګولې شي۔ده د زيارت پھ ورځ د پلاسټك بیګز په استعمال بنديز لګولو په اړه د پالیسۍ مسودې جاج اخستلو غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې مینوفیکچررز، تعلیم پوهانو ، بيلو وزارتونو چارواكو او د سول سوسائتۍ نمائندګانو ګډون وكړو۔ غونډه كښې پايه تخت اسلام آباد كښې د 14 اګست 2019ء څخه پلاسټك بیګز په استعمال بنديز به اړه په پالیسی مسودہ غور وشو۔ مجوزہ پالیسی مسودہ مشاورت وكړې شو او په دې اړه ځينې تجاویز او رائې ترلاسه كړې شوي۔ مجوزہ پالیسی حتمی مسودہ منظورۍ لپاره به وفاقی کابینې ته وړاندې كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں