اسلام آباد 10 مئی (اے پی پی)د جمعې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د دفاع وزير پروېز خټك وئېلي دي چې ټولو سياسي ګوندونو په ګډه دستور كښې د (بدلون) بل په ??قله د بالغ نظرۍ څرګندونه كړی ده٬صوبائي حكومت پھ دې سيمه كښې د تعليم٬صحت او ??نصاف آسانيو وركولو له د انفراسټركچر په ??قله كار كوي۔د صوبو او وفاق نه دې سيمې له درې فيصده برخه وركړی كېږي چې ورسره به د اوبو برېښنا او ??ړكونو مسائل حل شي۔د جمعې پھ ورځ په قامي اسمبلۍ كښې پھ دستور بدلون بحث كښې ده ووئيل پخوانۍ فاټا ته به علاقه غېر وئېلې كېده اوس دغه سيمې پھ خېبرپښتونخوا كښې ضم شوي دي٬مونږ ټول يو يو او ??غسې 70 كاله پس پخوانۍ فاټا د خېبرپښتونخوا برخه ګرځېدلې۔ده ووئيل دې سره به د خلكو ژوند ښه شي٬پرمختګ به راشي ځكه چې دغه سي??ې قدرتي وسائېل لري او ?? هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل دا خلك د پاكستان د پولې ساتندويه دي او ?? پاكستان په ??اطر دوي د خپلو پولو ساتنه كړی۔تكليفونه يې زغملي مونږ خوشحاله يو چې په ??ې حقله ټول سياسي ګوندونه يو موټې دي۔ده ووئيل په قامي چارو پھ ګډه تګ پكار دې٬دا زمونږ د ټولو وطن دې او مونږ ټولو له د مسئلو حل له كار كول غواړي۔ده ووئيل د ګل پھ ورځ به دا بل منظور كړی شي او ??ا د سيمې د ټاكلو استازو په ??وښتنه منظورولې شي۔د مخالفې ډلې سره مونږ زړه بداوې نه لرو٬د خبرو اترو د لارې وړاندې تګ غواړو٬مخالفه ډله دې هشم نه كوي كه تاسو زمونږ خبره اورېدل نه غواړۍ نو مونږ به ستاسو خبره نه اورو٬مونږ ټولو له د يو بل خبرې اورېدل پكاردي۔