اسلام آباد 24 اپریل (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د زيارت په ورځ د چين په څلور ورځنۍ دوره بېجنګ ته رسېدلې دې ۔ د پي ټي وي راپور ??ه مخې وزيراعظم عمران خان د چين دورې په مهال بيجنګ ته رسېدلې۔ وزيراعظم سره ر رېلوے وزير شېخ رشيد احمد٬ فېصل واوډه او نور هم چين ته تللي دي۔وزیراعظم عمران خان به د 25م نه تر 28م اپرېل د چين دورې په مهال (نن) د فورم پرانستې غونډې ته كلي??ي خطاب كوي او ليډرز راٶنډ ټېبل كښې به هم ګډون كوي چې پك??ې به نزدې د 38 هېوادونو مشران ګډون كوي۔ وزیراعظم عمران خان به په دې موقع يو شمېر حكومتي مشرانو او كاروباري شخصياتو سره هم ملاقاتونه كوي۔ وزیراعظم به اولس مشر شی جن پنګ او وزیراعظم لی كی کیانګ سره هم ملاقاتونه كوي اوپه دې موقع به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لپاره يو شمېر د تفاهم په يادښتونو او لوظنامو لاسليك هم كېږي۔ وزیراعظم به په 28م اپرېل پاکستان بزنس اېنډ انوېسټمنټ فورم ته هم وېنا كوي چې پك??ې به نوموړي پاكستاني او د چين كاروباري شخصيات ګډون كوي۔ د فورم نه ??س به وزیراعظم د چین اولس مشر او نورو نړيوالو مشرانو سره په بيجنګ انټرنېشنل هارټېكلچر اېګزي بېشن 2019 كښې ګډون كوي