د پاكستان او امريكې په اړه د موجوده پالېسۍ بيا د سره جاج اخستل ضروري دي۔ ډاكټر شيريں مزاري

image

اسلام آباد 24 اپریل (اے پی پی)د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئېلي دي د پاكستان او امريكې په اړه د موجوده پالېسۍ بيا د سره جاج اخستل ضروري دي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ پھ اسلام آباد كښې د سټراټېجك سټډيز انسټي ټيوټ اسلام آباد د سيوري لاندې پارليمانې مېرمنو غړو لپاره يو وركشاپ”سټرټېجك ماحول او پھ دې اړه د پاكستان پالېسۍ”ته د خطاب پھ مهال وكړه ۔ډاكټر شيريں مزاري ووئيل په مقبوضه كشمير كښې هندي رياستي ترهه ګري روانه ده او حقونه د پښو لاندې كولې شي۔دې ووئيل هند د خپل آئين دفعه 370 او 35-A خاتمې د لارې پھ مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ په تناسب كښې د بدلون ناوړه هڅه كوي چې د مسلمانانو اكثريت په اقليت د بدلولو هڅې دي۔دې ووئيل موجوده حالاتو كښې پاكستان ته د لوېديزې پولې څخه رامخې ته شوو چېلنجونو او خطرو معلومات كول پكار دي او په دې اړه د مناسبو ګامونو پورته كولو ضرورت دے

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں