اسلامي نظریاتي کونسل د يوې آئيني ادارې په حېث په مهمو سماجي معاملو ځانګړي كردار تر سره كوي

image

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي اسلامي نظریاتي کونسل د يوې آئيني ادارې په حېث د صفائۍ٬ ورثې ٬ ناقص خوراك ٬ د ماشومانو زيږون كښې دمه٬ د ماحوليات او د اوبو بچت پشمول په مهمو سماجي معاملو ځانګړي كردار تر سره كوي٬ اسلام د ژوند يو بشپړه ضابطه لري۔ د اسلامي نظرياتي كونسل په نامه خپل پېغام كښې اولس مشر امر كړې چې د حضرت محمد ﷺ د ځالانده دور غوندې د منبر اصل كردار تر اولس ورسوئ۔ ده ووئيل اسلام يوه بشپړه ضابطه د ژوند لري ٬ د جوماتونو امامان د هرې جمعې په ورځ خلقو ته د منبر د لارې مخاطب كېږي٬ ده ووئېل ضرورت د دې خبرې دے چې ھغوي د اولس راهنمائي وكړي او ورته د مهمو سماجي چارو ٬ عبادتونو او دود دستور په اړه سپارښتنې وكړي۔ ده ووئيل پاكوالې سنت دے او په دې سنت عمل كولو سره مونږ په يو شمېر متعدي رنځونو قابو موندلې شوو او په دې لړ كښې د مسواك او اودس سنت مثالي دے۔ اولس مشر ووئيل اسلام كښې د وراثت واضح قوانين شته او د دې قوانينو د خلاف ورزۍ كوٶنكو مسكن جهنم ګرځولې شوې٬ ده ووئېل تر اوسه مېرمنې د وراثت څخه محرومه ساتلې كېږي۔ ده ووئيل بايد منبر هم په قوانينو عمل كولو لپاره وكارولې شي۔ اولس مشر د وړو انجونو ودولو په حقله ووئيل د دې په سوب د ژوند په وړومبي پړاٶ كښې د حمل نتيجه ناقصه خوراك او د كمزورې ودې په صورت رامخې ته كېږي۔ ده په اسلامي نظرياتي كونسل زور رواړو چې ھغوي د جوماتونو امامانو ته امر وكړي چې ھغوي د كميونټۍ اولس د كمزورې ودې ، د ماشومانو په زېږون كښې دمه او د مور د شودو وركولو په لړ كښې رهنمائي وكړي۔ اولس مشر ووئيل اسلام د ماحوليات په تحفظ زور رواړي او منبر دې د پاك او ګرين پاكستان حقيقت نه خلق خبرلو لپاره پكار راوستلې شي ٬ ده ووئېل په دې لړ كښې بايد د حضورﷺ حادیثونه زمونږ رهنما اصول وګرځي۔ اولس مشر د آئين آرټيكل 230 ون اے اسلامي نظرياتي كونسل ته دا ذمه واري وركوي چې په قانون سازۍ كښې د ادارو لارښودنه وكړي دغسې چې د پاكستان د مسلمانانو ډاډګيرنه اوشي چې ھغوي خپل انفرادي يا اجتماعي ژوند د قرآن او سنت له مخې برابر كړې شي۔ اولس مشر اسلامي نظرياتي كونسل ته بلنه وركړه چې ھغوي د دې پېغامونو په رنا كښې د اولس شعور بېدارولو لپاره

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں