ملتان ۔16مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شا?? محمود قرېشي وئيلي دي د عافيه صديقي معامله يوه حساسه معامله ده په دې اړه دې په سوشل ميډيا بې بنسټه تبصرو څخه ډډه وكړې شي۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئي?? عافيه صديقي د پاكستان لور ده۔ پاكستان پخوا هم دې لپار?? هڅې كړې دي۔ زما ددې كورنۍ سره رابطه ده او زه خوښي لرم او هڅې كوم چې مونږ دا پاكستان ته راولو۔ ولې كله چې هم مونږ خبره مخ په وړان??ې بوتلل غوښتلي دي امريكائي قانون خنډ جوړ شوې دې۔ ده ووئيل په دې اړه د ځانه خبرې كول مناسب نه دي۔ ده ووئيل زه عافيه صديقي او د دې كورنۍ سره خواخوږي لرونكو ته خواست كوم كه دوئي په ريښتيا د دې كورنۍ ښه غواړي نو خاموشي دې اختيار كړي۔ بې وخته خبرونه وړاندې كول به ګټور نه وي