اسلام آباد 29 جنوري(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي حكومت د معيشت اصلاح ٬ ښه والي او د بشري وسائلو څخه استفادې كولو له د ټېكنالوجي پلو منتقل كېدو ته پام لرنه كوي۔ده دا خبره د نهې په ??رځ د ټېكنالوجۍ وړعلمي معيشت په اړه د ټاسك فورس مشرۍ كولو په ??هال وكړه۔په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬د منصوبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬پروفيسر ډاكټر عطاﺀ الرحمان٬ډاكټر طارق بنوري٬يوسف حسېن٬د ايګنائيټ چيئرمېن٬كاروباري استازو٬صنعت كارانو او د اړوندو وزارت??نو وفاقي سېكترانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ته د ټېكنالوجۍ وړ معيشت ودې٬لوړو زده كړو لپاره د زي??ت بجټ بېلولو٬د ت??ني??ي پوهې اضافې٬د بشري وسيلو پرمختګ٬ډيجيټلائزېشن او د مصنوعي ذهانت٬د ودې طريقو او د حكمت عملۍ په اړه بريفنګ وركړې شو۔په دې موقع ډاكټر عطاﺀ الرحمان د ټېكنالوجۍ وړ معيشت پلو د شوې پرمختګ په اړه بريفنګ وركړو