د سعودي وزير ګوادر كښې د آئل ريفائنري ځائې كتلو له راغلې دې۔ ډېر زر به ګوادر كښې آئل ريفائنري جوړه كړې شي۔ د پټروليم ډويژن وفاقي وزير غلام سرور خان د سعودي پلاوي ته ګوادر ته په راتلو هركلې او ميډيا سره خبرې

image

ګوادر۔12 جنوری(اے پی پی) د سعودي عربستان د توان ٬ صنعت او معدني وسيلو وزير وفاقي خالد عبد العزيز الفليح په مشرۍ كښې د سعودي عربستان پلاوي د خالي په ورځ د ګوادر دوره وكړه۔ د پېټروليم ډويژن وفاقي وزير د سعودي پلاوي هركلې وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره خصوصي اړيكې لري۔ د سعودي وزير ګوادر كښې د آئل ريفائنري ځائې كتلو له راغلې دې۔ ډېر زر به ګوادر كښې آئل ريفائنري جوړه كړې شي۔ ده ووئيل هيله ده چې راروانه مياشت كښې د سعودي ولي عهد راتلو په مهال آئل رېفائنري له د تفاهم يادښت لاس ليك شي۔ دا منصوبه به د سعودي عربستان پاكستان كښې تر دې دمه تر ټولو لويه سرمايه كاري وي۔ په سعودي پلاوي كښې د آرامكو اېسوسي اېټ سي اي او البوينين ابراهيم قاسم هم شامل وو

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق
متعلقہ مضامین
مزید خبریں