د خېبر پختونخوا اعلی وزير سركاري ملازمينو له په هېلت انشورنس سكيم د كار كولو هدايت

image

پېښور ۔12جنوری (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د روغتيا په څانګه كښې د بشپړه شويو نوو منصوبو په خاص توګه په پشاور انسټیټیوټ آف کارډیالوجی او خېبرټیچنګ روغتون كښې د حادثاتو نوي بلاك او لېډی ریډنګ روغتون پېښور كښې د اضافي وارډز فعاله كولو او په دې لړ كښې ئې د آلاتو نصب كولو په شمول د ټولو انتظاماتو تندۍ سره د بشپړ كولو هدايت كړې دې۔ ده سركاري ملازمينو لپاره په هېلت انشورنس سكيم د كار كولو هم هدايت كړې دې۔ ده وزیراعلی سېکرټرېټ پېښور كښې د يوې غونډې مشري كوله۔ په دې مهال ده د سېدو ګروپ آف هسپتال اپګرېډېشن ، داسو روغتون ، نوشهرہ میډیکل کالج، برن سنټر او نورو سكيمونو فعاله كولو هم هدايت وكړو۔ اعلی وزير په ډاګه كړه چې ډيوټۍ ته نه حاضرېدونكي اهل كار سركاري خزانې څخه د تنخا اخستلو جواز نه لري۔ دوئي بايد د ډيوټۍ پابند جوړ كړې شي

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں