د پبلك اكاؤنټس كمېټې د غونډو شېډول جاري كړے شو

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د پبلك اكاؤنټس كمېټې د غونډو شېډول جاري كړے شو۔ د شېډول له مخې د پي اے سي غونډې به د جنورې د 28مې نېټې نه د فرورې تر 25مه نېټه كېږي۔ د پي اے سي سېكرټرېټ لخوا جاري شوي نوټېفيكېشن له مخې د وفاقي وزارتونو او ډويژنو د كال 12-2011 د آډټ اعتراضاتو او د 13-2012 د آډټ راپورنو جاج اخستلو لپاره به غونډې كېږي چې پكښې به د جنورې په 28مه نېټه د ايوي اېشن ډويژن٬ د فرورې په وړومبې نېټه د ايوي اېشن ډويژن٬ د فرورې په 4مه نېټه د بېنظير انكم سپورټ پروګرام٬ د فرورې په 8مه نېټه د بين الصوبائي رابطې او پاكستان سپورټس بورډ٬ د فرورې په 11مه نېټه د كامرس ډويژن٬ د فرورې په 15مه نېټه د اېف بي آر٬ د فرورې په 18مه نېټه د توان پېټروليم ډويژن وزارت٬ د فرورې په 22مه نېټه د فنانس ډويژن او د فرورې په 25مه نېټه مواصلاتو وزارت د آډټ اعتراضاتو جاج اخستلې شي۔

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں