د هند لنډ مهاله دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوبللې شو ٬ په لائن آف كنټرول د ډزو غندنه

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)د هند لخوا په لائن آف كنټرول د جنګ بندۍ لوظ نامې په خلاف ورزۍ پاكستان د هند لنډ مهاله دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته رابللې دې او په لائن آف كنټرول د ناتاره ډزو غندنه ئې كړې ده ۔د نهې پھ ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې ډائرېكټر جنرل(سوئېلي آسيا و سارك)ډاكټر محمد فېصل د هند لنډ مهاله دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته رابللې او د دې پېښې غندنه ئې ورته كړې ۔هند د دسمبر په 31مه نېټه كال 2018 په اټه مقام په لائن آف كنټرول د جنګ بندۍ لوظ نامې خلاف ورزي كولو سره په ډزو كولو آسيه بي بي شهيده كړې وه او 3 ماشومان او د دوو مېرمنو پشمول ئې 7 وګړي ژوبل كړي وو ۔ ده ووئېل هندي ځواكونه په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډري سوېلين آبادي په غټه وسله مسلسل په نښه كوي۔په كال 2018 كښې هندي ځواكونو د جنګ بندۍ لوظ نامې 2350 ځله خلاف ورزي كړې چې له امله يې 36 وګړي شهيدان او 142 ژوبل شوي وو ۔ د خبر تر مخه په كال 2017 كښې هندي ځواكونو 1970 ځله د جنګ بندۍ لوظ نامې خلاف ورزي كړې۔ ً ودانۍ په نښه كول د بشري حقونو او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔د هند لخوا د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ سره سيمه ايز امن خطر سره مخ دے

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں