خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي د میجر جېفري لېنګ لېنډ په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي د میجر جېفري لېنګ لېنډ په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي د جېفري لېنګ لېنډ په مرګ پاكستان د يو شفيق استاذ نه محروم شوې۔ د شورو په ورځ د غمرازۍ خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل مېجر جېفري لېنګ لېنډ د اېچي سن کالج نه تر رزمك کېډټ کالج وزیرستان د څو پېړو راهسې د علم رڼا خپره كړې٬ جېفري لېنګ لېنډ د پاکستان د قبائيلي او لرو پرتو سيمو كښې كالو سر د درس او تدريس وظيفه ترسره كوله۔ خارجه وزير ووئيل د مېجر لېنګ لېنډ په شاګرد پاتې كېدو به زه تل وياړېږم٬ مېجر لېنګ لېنډ د وزیراعظم عمران خان پشمول د يو شمېر نابغه روزګار شخصياتو استاذ پاتې شوې ؤ

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں