دوحه 30دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې پاکستان به د ښه تګلارې سره د معاشی بحران څخه وېستلې شي، د قطر قیادت سره ګټه ور ملاقاتونه شوې، قام او بهر هېواد كښ?? مېشته پاکستانیان به ډير زر ښه ښھ زيرې واوري، پاکستان خپل اړخ ټاكلې دې۔ د دې خیالاتو څركندونه ده دوحه كښ?? د پاکستان په سفارت خانه كښ?? د پاکستان کمیونټی ته په خپل خطاب او د ایمبیسۍ افسرانو او عملې سره ملاقات كښ?? په خپلو خبرو كښ?? وكړه۔ خارجه وزير په قطر كښ?? مېشته د پاکستان کمیونټی د خپلې دورې په اړه باور كښ?? واخسته ۔ ده ووئيل پاکستان به د ښه تګلارې سره د معاشی بحران څخه وېستلې شي۔ ده ووئيل مونږ په باقاعده توګه معاشی سفارتکاری پيل كړې ده او د قطر دوره هم پھ دې لړ شامل ده، د قطر قیادت سره ګټه ور ملاقاتونه ش??ې۔ ده د پاکستان کمیونټۍ غړو ته مخاطب کيدو سره ووئيل ډير زر به ښه ښه زيرې واورئ، پاکستان خپل اړخ ټاكلې دې۔مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان د خلیج د ټولو هېوادونو سره ښه اړيكې لري او قطر سره نزدې رابظي لرو۔ ده ووئيل د پاکستان کمیونټی ګڼ شمير كښ?? په خلیجی هېوادونو كښ?? مېشته ده، مونږ د ټولو سره د مينې او روادارۍ تعلق لرو،مونږ به په سيمه كښ?? استحکام له خپل کردار ترسره كوو۔ خارجه وزير ووئيل سفارتکارو له به موقع وركولې شي چې ښه نتيجې راوړاندې كړي او د پاکستان د کمیونټی سره ښه رويه ولري۔ ده ووئيل حکومت سرمایه کاری راغب کولو اقدامات کوي، حکومت هېواد كښ?? سرمایه کاری زياتولو له كار كوي۔ ده د سمندر پورې غاړه پاکستانیانو خذمات ستائلو سره ووئيل بهر هېوادونو كښ?? مېشته د پاکستان کمیونټی زمونږ سرمایه ده، ده د پاکستان کمیونټی ته مخاطب کيدو سره ووئيل تاسو ټول د پاکستان سفیران ئې۔مخدوم شاہ محمود قریشی په اوسنيو كښ?? په خارجه وزارت كښ?? د سفيرانو شوې ??نف??نس تفصیلاتو څخه هم د پاکستان کمیونټی خبر كړه۔ دې نه پس ده د پاکستان د کمیونټی د اړخه د پورته كړې شويو پوښتنو ځواب هم وركړو او د سفارتخانې په “وزیټرز بك” كښ?? ئې تاثرات وليكل۔