د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل اوونيز پرېس بريفنګ

image

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي پاكستان د امريكې او طالبانو په خبرو اترو كښې افغانستان كښې امن لپاره د شريكې ذمه وارۍ له مخې كردار ترسره كړې٬په طالبانو زمونږ اثر محدود دے٬په جناح هاؤس د پاكستان كلېم برقرار دے٬ د هند لخوا په تحويل كښې اخستل به كله هم تسليم نه كړو٬هند دې پھ مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو پلټنو لپاره نړيوالو ادارو له د تګ اجازه وركړي۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال په متحده عرب اماراتو كښې د امريكې او طالبانو د مذاكراتو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل مونږ كله هم دا نه دي وئېلي چې په طالبانو زمونږ كوم اثر نشته خو په طالبانو زمونږ اثر محدود دې٬پاكستان په متحده عرب اماراتو كښې د امريكې او طالبانو په مذاكراتو كښې په افغانستان كښې سولې لپاره د شريكې ذمه وارۍ له مخې كردار ترسره كړې او زمونږ كردار په نړيواله كچه تسليم كړې شوې هم دې۔ده ووئيل افغان مشرتابه هم د سولې او امن هڅو په غرض د پاكستان اقدامات ستائېلې٬پاكستان د افغان شخړې حل لپاره هڅو كښې مرستې كولو لپاره پوخ عزم لري۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې وياند ووئيل په ممبئي كښې په جناح هاؤس زمونږ كلېم برقرار دې٬پاكستان به كله هم د خپل پخواني دريځ نه وروستو نه شي۔د هند لخوا جناح هاؤس په تحويل كښې اخستل به كله هم تسليم نه كړو٬نوې ډېلي هم زمونږ دعوی تسليم كړې وه۔ده ووئېل په جناح هاؤس به زمونږ دعوی په ځاې وي۔وياند د كشمير په اړھ د يوې پوښتنې په ځواب كښې په مقبوضه كشمير كښې د هند د روانو ظلمونو سخته غندنه وكړه او وې وئېل په كشمير زمونږ دريځ واضح دې٬كشميريان د خپلواكۍ خپل جائز حق لپاره هڅې كوي او هند هلته د ظلم ټولې حربې كاروي۔وياند ووئيل چې هند دې په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو پلټنو لپاره يو اېن فيكټ فائنډنګ مشن ته د تللو اجازه وركړي۔د حامد نهال انصار په اړه وياند ووئيل د هند وګړي حامد انصاري په غېر قانوني توګه د پولې نه راتېر شوې و او بيا د جاسوسۍ په تور ونيول شو٬عدالت درې كاله د قيد سزا وركړې وه او په سزا ترسره كېدو خوشې كولو سره د هند چارواكو ته سپارلې شوې۔د بنګله دېش او هند په معاملو كښې د مداخلې په اړه وياند ووئيل پاكستان د كوم بل هېواد په كورنيو معاملو كښې لاس وهنه نه كوي٬وياند د پاكستانيانو د 44 چينائي ښځو په زندانونو كښې د قيد په اړه يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې په دې كښې 6 په پاكستان كښې مېشته دي٬ 23 په سنكيانګ كښې په خپله خوښه اوسيږپي ٬درې په بېلا بېلو جرائمو كښې ككړې دي او 8 له تربيه وركولې شي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں