شاہ محمود قرېشي سره د اروپائي ائتلاف كشمير كونسل چيئرمېن علی رضا سیّد وليدل

image
APP107-18 ISLAMABAD: December 18 - Chairman, EU Kashmir Council Ali Raza Syed called on Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi. APP

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي سره د اروپائي ائتلاف كشمير كونسل چيئرمېن علی رضا سیّد ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې د ملاقات په مهال مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هندي قابضو ځواكونو لخوا د انسانيت په ضد ظلمونه په نړيواله كچه رامخې ته كولو او نړيوالې ورورولۍ ته د مقبوضه كشمير صورتحال عكس وړاندې كولو كښې بهر مېشته وطنوال او په خاص توګه اروپا كښې مېشته كشميريان ډېر اهميت لري ۔ په دې موقع د كشمير پحقله په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كونسل چيئرمېن علی رضا سیّد د كشمير كشاله په نړۍ كښې رامخې ته كولو او د نړيوالو ادارو كشمير كښې د روانو ظلمونو پلو پام راګرځولو په اړه د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي خاص مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں