قائمه كمېټۍ په ايوان كښې د قانون سازۍ روح دي

image
APP30-11 ISLAMABAD: December 11 - Speaker National Assembly Asad Qaiser in a meeting with ministers at Parliament House. APP

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي چې قائمه كمېټۍ په ايوان كښې د قانون سازۍ روح دي٬هيله ده چې د روانې غونډې په مهال به د دې كمېټو په جوړولو كښې ټول خنډونه ختم كړې شي۔د نهې په ورځ د پارليمان په ودانۍ كښې د حكومتي مشرانو مشاورتي غونډه وشوه چې پكښې د دفاع وزير پروېز خټك٬خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د قانون او انصاف وفاقي وزير فروغ نسيم٬وفاقي وزير علي امين ګڼډا پور٬د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان٬دوهم سپيكر قاسم خان سوري٬چيف وهپ ملك محمد عامر ډوګر او د قانون او انصاف پارليماني سېكترې مليكه علي بخاري ګډون وكړو۔په غونډه كښې د قانون سازۍ عمل فوري او موثر جوړولو لپاره په تجويزونو غور وكړې شو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر حكومتي وزيرانو ته اپوزېشن ګوندونو سره د رابطو هدايت وكړو او وې وئېل چې د قائمه كمېټو جوړولو او د دې په لار كښې د ټولو خنډونو ختمولو لپاره دې خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل چې قائمه كمېټي په ايوان كښې د قانون سازۍ اصل روح دي۔مشورې سره به د حكومتي او اپوزېشن ګوندونو سوچ يوځاې كولو هڅه كوم۔په غونډه كښې روانه مياشت د قامي اسمبلۍ د غونډې په اړه هم خبرې وشوې۔په ايوان كښې د ماحول په ښه ساتلو او د قانون سازۍ په اړه هم خبرې وشوې

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں