پاكستان مراكش سره اړيكې ډېرې مهمې ګڼي ٬پاكستان د متبادل توان او د سېلګرۍ په څانګو كښې د مراكش تجربو څخه استفاده كولې شي۔د اولس مشر ډاكټر عارف علوي

image
APP29-05 ISLAMABAD: December 05 - President Dr. Arif Alvi talking to Ambassador of Morocco, Mohammed Karmoune, who called on him. APP

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاكستان او مراكش ترمينځه د تجارتي او اقتصادي اړيكو په لا استحكام زور راوړولو سره وئېلي دي چې په دې لړ كښې د تجارتي او كاروباري پلاويو تګ راتګ ډېر مهم دے۔ ده دا خبرې د مراكش سفير محمد كارمونې سره د ملاقات په مهال پھ خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات وكړو۔اولس مشر ووئيل چې پاكستان مراكش سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په ټولو څانګو كښې د اړيكو وده غواړي۔ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم د حقيقي صلاحيت نه ډېر كم دې۔ د دې زياتولو ضرورت دې۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل چې پاكستان د متبادل توان او د سېلګرۍ په څانګو كښې د مراكش د تجربو څخه استفاده كولې شي۔ اولس مشر د مراكش بادشاه محمد شپږم ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړ

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں